د قومونو او سرحدنو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینیت د اسلامي نظام د ټیکاو، د ولسونو د یوالي او انسجام په موخه نن(سه شنبه، سلواغې نهمه) خبري غونډه رابللې وه.
په دې غونډه کې د قومونو او سرحدونو چارو وزیر او نورو چارواکو، د کابل والي مولوي امین الله عبید، د ناحیو مشرانو د والسوالیو استازو او قومي مخورو ګډون کړی وو.
د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري وویل، چې افغانستان د امپراطوريو هديره ده او نړۍ ته دا جوته شوې، چې افغانان نه تسلمیدونکی ولس او خاوره يې نه اشغالېدونکې ده. مولوي نوري وړاندې دې غونډې ته ویلي چې د جهاد پر مهال افغانانو داسې سرښندنې ورکړي، چې په ټوله نړۍ کې بېسارې دي.
مولوي نورالله اوسني اختلافات د بهرنیو دسیسې او راوړی ناورین وباله چې د نورو له فکره دلته را وارد شوی او زیاته یې کړه؛ هر کله چې د اسلام پر وړاندې دغه ډول فکري، سیاسي او فرهنګي اختلافاتو ځان ښکاره کړی، افغانان یې پر وړاندې راپاڅېدلي دي.
ده زیاته کړه، چې که څوک یې خوښوي یا نه، د خپل هېواد لپاره مو د قران، سنت او حنفي فقهې سیاست غوره کړی دی او ټینګ پرې ولاړ یو.
د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې ناستې یوه موخه د کابل د ولسونو ستونزې په لیکلې بڼه خپلو مشرانو ته رسول دي، چې په راتلونکي کال کې به یې د هواري لپاره عملي ګام واخلي.
د هغه په وینا، د شکر ځای دی چې په افغانستان کې د پخوا په شان د ظلمونو او د بهرنیو اشغالګرو له لوري د راوړل شویو ناورینونو دروازې بندې شوې دي.
مولوي علي جان زیاته کړه: ((اوس ټول فکر او غور پر دې دی، چې څنګه کولی شو د هېواد د پراختیا لپاره کار وکړو او رغنیزې پروژې پلې کړو.))
ده ټینګار وکړ، چې د قومونو او سرحدونو وزارت د قومونو او کورنیو تر منځ د شخړو او پخوانیو بدیو د هوارولو لپاره هڅې کوي.
د نوموړي په باور، په ځانګړې توګه د قومونو تر منځ شته تفرقې د پردیو دسیسې وې او دي، چې په خبره یې تر ډېره دغو ستونزو ته رسېدنه شوې.
ښاغلي احمد په خپله وینا کې وړاندې اوسني ملي یووالي ته په اشارې وویل، ((اوسمهال د تېر حکومت یو جنرال او قومندان د اسلامي امارت له قومندان او جنرال سره پر یوه ټغر ناست دی.))
د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغانانو خپلمنځي اختلافات د دې لامل وو چې بهرنیان پر دوی برلاسي شي او خاوره یې اشغال کړي.
هغه دغه راز څرګنده: اسلامي امارت له هیڅ کس سره تعصب نه پالي، هغو کسانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکو، چې په دې حاکم اسلامي نظام معتقد وي او تر څنګ یې ولاړ وي.
د کابل والي مولوي امین الله عبید هم وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د مغرضو کړیو هغه دسیسې شنډې شوې، چې د دې قومونه د وېشلو او د هېواد تجزیې هڅه یې کوله.
د مولوي عبید په خبره، د افغان ولسونو د قربانۍ او مبارزې برکت و چې نن د افغانستان پر ټوله خاوره یو واحد او اسلام نظام حاکم دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت تاسو ته د ډاډمن امنیت راوستو تر څنګ ټولو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو هوارولو ته ژمن دی.
دې غونډې ته د کابل د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو قومي مخورو هم ویناوې واورولې. د شمالي زون د ولسوالیو په استازولۍ یوه مخور وویل چې افغانان له کلونو کلونو د یوه داسې نظام په ارمان و، چې سوچه افغانان پرې واکمن وي.
یاده دې شي چې دا ولسي غونډه چې بې شمېره ولسي سپین ږیرو او عامو خلکو پکې ګډون کړی وو، د خلکو د ستونزو او د نوي کال د ګډو هڅو او همکاریو پر ژمنتیا پای ته ورسېده.