د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (چهارشنبه، سلواغې ۱۰مه) د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل کړی.
د سالنګونو په ګډون په کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، میدان وردګ، پروان، سمنګان، بامیان، بلخ، سرپل، غور، فاریاب، جوزجان او بادغېس ولایتونو کې به واورې او بارانونه وشي.
ویل کیږي چې د ورښت دا څپې به درنې وي او ښایي ډېر دوام وکړي.