د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د بهرنيو مرستو د درې مياشتني ځنډ له لېسه حياتي مرستې وېستلې دي.
رويټرز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه ياداښت له مخې ليکلي، چې ځينې حياتي مرستې به د ځنډول شويو مرستو پر مهال هم دوام ولري. په دې يادښت کې راغلي، چې دغه مرستې د اړينو درملو، طبي خدمتونو، خوراکي توکو، سرپناه، د ژوند کولو اسانتياوو او په دې برخه کې اداري لګښتونو ته ځانګړې وي.

