د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځدراڼو له يو شمېر قومې مشرانو او علماوو سره کتلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عبدالکبير د ځدراڼو قومونو سره د ليدنې په لړ کې ويلي، چې افغان ولس په سپېڅلو ارادو سره دښمن ته ماتې ورکړې ده.
دغه راز د خوست د ځدراڼو قومي مخورو او علماوو په هېواد کې د اسلامي امارت د مشرانو هڅې ستايلې او په هر حالت کې يې له اسلامي نظام څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت مشران وخت پر وخت ولايتونو ته سفرونه کوي او د قومي مخورو او علماوو ستونزې له نږدې اوري.