کابل ښاروالۍ د خپلو پینځو میاشتو لاسته راوړنې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوه کنفرانس ته وړاندې کړي دي. د کابل ښاروالۍمسوولینو رسنیو ته ویلي چې دې ښاروالۍ په تېرو پینځو میاشتو کې ۱۶۵ بېلا بېلې پروژې پلان کړې وې، چې د زیاترو چارې یې بشپړې شوي.
د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او پلټې رییس ویلي چې په تېرو پینځو میاشتو کې یې ۱۶۵ ټولګټې پروژې پیل کړې وې، چې د زیاترو کارونه یې بشپړ او د ځینو نورو چارې یې لا هم روانې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ۱۴۰۴ کال په پرمختیايي پلان کې د تخنیکي او فني مشورو پر بنسټ ۲۵۸ پروژې په پام کې نیول شوي چې په دغو پرمختیایي پروژو کې یوازې ۶۸ پروژې د سړکونو او لویو لارو جوړونې ته ځانګړې شوي دي.
همداشان د کابل ښاروالۍ فرهنګي مشاور نعمت الله بارکزي په خپله وینا کې وویل چې د ۵۴ کیلو متره اصلي او فرعي سړکونو او کوڅو جوړول په تېرو پینځو میاشتو کې د کابل ښاروالۍ مهم فعالیت وو. د ښاغلي بارکزي په خبره چې دا سړکونه سفالټ، قیر او له تېږو جوړ شوي دي.
نوموړي وړاندې وویل: د ۲۳۱۶ مترو په اوږدوالي د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت لپاره نوي کانالونه جوړ شوي، نږدې سل زره نیالګي د خزاني کمپاین په لړ کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا په موخه کېنول شوي او د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۷۲ مټریک ټنه کثافات راټول او له ښاره د باندې لېږدول شوي دي. په همدې توګه د پراختیايي پلانونو د تطبیق په موخه ۱.۶ میلیاده افغانۍ د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د بدیلو حقونو په توګه ورکړل شوې دي.
ښاغلي بارکزي وړاندې زیاته کړه چې د مرکز ګرمۍ د سیسټم د شتون او فعالونې په موخه له ۳۱۶ ودانیو څخه څارنه شوې، ۷۸ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري توکي له منځه وړل شوي، لښتیو او کابل سیند ته د ۱۲۲ بېکاره او ناولو اوبو لارې تړل شوي، ګڼو ګوڼو سیمو کې ښاري نظم څارل شوی، په بازارونو کې د نرخنامې له تطبیق او څرنګوالي څارنه شوې او په علاءالدین پارک کې یو کتابتون او د لمانځه ځای جوړ شوی دی.
ښاغلي بارکزي وویل، چې کابل ښاروالۍ له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو توانېدلې ده چې ښاریانو ته غوره ښاري چوپړونه رامنځته او ښار کې دننه مهمې ټولګټې پروژې پلې کړي. نوموړي د کابل له ښاریانو غوښتي چې د ښار په پاکولو او ښېرازۍ کې دې ورسره همکاري وکړي.