د سوريې دولتي خبرې اژانس سانا راپور ورکړی، چې احمد شرع په سوريه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
دې اژانس ويلي، چې نوموړی به د نوي اساسي قانون تر جوړېدو لنډمهاله د قانو جوړونې شوراء جوړه کړي.
ياده پرېکړه تېره ورځ (چهارشنبه، سلواغې لسمه) په دمشق کې د التحرير الشام د متحدو چارواکو په شتون کې اعلان شوه. دا په داسې مهال ده، چې د التحرير الشام مشر احمد شرع په ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړيو کې د بشارالاسد رژيم له واکه وغورځاوه.

