ډېر لوستل شوي

د قطر امیر د دمشق هوایي ډګر ته ورسېد

د قطر امير شيخ تميم بن ال ثاني نن (پنج‌شنبه، سلواغې يولسمه) د سوريې دمشق  هوايي ډګر ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د سوريې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع له لورې يې تود هرکلی شوی دی.

ويل‌کېږي، قطر غواړي چې د سوريې د نوي حکومت سره په طرحې کې مرسته وکړي، تر څو د دولتي کارکوونکو معاشونه لوړ شي. دا په داسې حال کې ده، د سوريې دولتي خبرې اژانس سانا نن راپور ورکړی، چې احمد شرع په سوريه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه