د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د غواګانو ۷۳ تولیدي فارمونه شته چې په ورځني ډول له هرې غوا له ۱۷ څخه تر ۶۵ کیلوګرامه شیدې ترلاسه کېږي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول ویلي، چې د خصوصي سکټور په برخه کې د غواګانو ۷۳ فارمونه ثبت دي، چې لبنیات یې دې ولایت ته بسنه کوي.
ویل کیږي چې په هر فارم کې له ۵ څخه تر ۷ کسانو پورې پر کار بوخت دي.
د فراه مسوولینو زیاته کړې چې کرنې ریاست راتلونکې کې د لبنیاتو د یوې کارخونې هوډ هم لري.