د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې یو شمېر بندیانو د کرمانشاه ولایت یوه زندان ته اور اچولی او په تېښته بریالي شوي.
تراوسه د تښتېدلیو زندانیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.
د کرمانشاه ولایتي مسوولینو ددې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي. ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونه د یادو مجرمینو د موندلو په لټه کې دي.

