د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د اقتصادي کمېسيون د تخنيکي کمېټې ځانګړې ناسته نن په مرمرينه ماڼې کې وشوه.
ياد معاونيت وايي، په دې ځانګړې غونډه کې د کابل د ارغندۍ څلور لارې او چمتلې سيمه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ جوړولو پر طرحو بحث شوی دی.
په دې ناسته کې دغه راز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل شوې، چې يادې طرحې د مالي تحليل په موخه ماليې وزارت ته ولېږي.
د يادونې وړ ده چې اسلامي امارت تل هڅه کوي، تر څو د دولتي او خصوصي همکارۍ له لارې د ترانسپورټ او هوايي چلند سکتور ته لا ډېره وده ورکړي.