ډېر لوستل شوي

د ننګرهار د چاپېریالي وضعیت په تړاو بحث وشو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له والي مولوي محمد نعیم سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو مسوولینو د ننګرهار ولایت د چاپېریالي وضعیت په هکله بحث او خبرې کړي دي.
دواړو چارواکو ژمنه کړې چې د ننګرهار وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه به کوي چې خلکو ته غوره چوپړونه وړاندې کړي.

اړوند خبرونه