د پاناما اوسېدونکو د ډونالډ ټرمپ د ویناوو پر وړاندې لاریونونه کړي دي.
دا لاریون په داسې حال کې ترسره شوي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو پاناما ته سفر وکړ.
لاریون کوونکو زده کونکو او ښوونکو د ټرمپ او روبیو د انځورونو په سوځولو سره د امریکا پالیسۍ وغندلې.
د پاناما د ښوونکو د اتحادیې مشر ټینګار وکړ چې پاناما د امریکا هغه هڅې ردوي چې غواړي دغه هیواد په یوه مستعمره بدل کړي.
د جنوري پر شلمه ډونالډ ټرمپ د خپلې لوړې په وینا کې وویل چې پاناما به بېرته د امریکا برخه ګرځي.