د امريکا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سره له نن (شنبه، سلواغې ۱۳مه) پر کاناډا، مکسيکو او چين تعرفې ولګوي.
د ټرمپ دفتر زياته کړې، چې د مکسيکو پر توکو ۲۵ سلنه، د چين پر توکو ۱۰ او د کاناډا پر توکو هم ۲۵ سلنه تعرفې لګوي.
په يو بل خبر کې د امريکا ولسمشر تېره ورځ ويلي، چې د کاناډا پر تېلو به لږ، ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي، چې د فبرورۍ پر ۱۸ مه به عملي کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنيز کمپاين په مهال ژمنه کړې وه، چې پر چين به ۶۰ سلنه تعرفې لوړې کړي.

