ډېر لوستل شوي

لوګر کې اتو سوو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې کیږي

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې د مرکز او ولسوالیو شاوخوا ۸۰۰ ښوونکو ته چې د ۲۸۷ ښوونځيو برحاله ښوونکي دي؛ د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شوی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وویل، چې د ښوونکو د روزنې دا لړۍ د پوهنې وزارت او یوې بهرنۍ موسسې په همکارۍ پیل شوې.
د ښاغلي عرب په وینا ددې سیمینار د چمتووالي موخه د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې او په ښوونځیو کې د زده کړو کیفیت لوړول دي.

اړوند خبرونه