ډېر لوستل شوي

مولوي اميرخان متقي د نادرخان تپې له نوي جامع جومات ليدنه کړې

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي تېره ورځ د نادرخان تپې له نوي جامع جومات څخه ليدنه کړې ده.

د معالوماتو له مخې، ياد جامع جومات د څه باندې يو مليون ډالر په لګښت جوړېږي، چې چارې يې ۹۰ سلنه بشپړ شوې دي.

په ياده تپه کې د جومات سربېره د خوراکي توکو سټورونه، کافي‌شاپ او يو شمېر نور سياحتي ځايونه هم په پام کې نيول شوي دي. ياده دې شي، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست سره په دې ليدنه کې  د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شريف او وزير حقاني هم ملتيا کړې ده.

اړوند خبرونه