د ټليګرام ورځپاڼې د امريکا د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي، چې چين د پنټاګون لس برابره په پراختيا د پوځي قوماندانۍ مرکز جوړوي.
د يادې ورځپاڼې د راپور له مخې، له سپوږمکۍ څخه په اخېستل شويو انځورونو کې ښکاري چې دغه پوځي اډه په يو زر او ۵۰۰ جريبه ځمکه جوړېږي او که اټومي جګړه رامنځته شي، د چين د لوړپوړو پوځي چارواکو ساتنه به وکړي.
د يادونې وړه ده، چې د چين دغه پوځي لوی مرکز بيجينګ ته نږدې په يوه پراخه سيمه کې جوړېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د چین او لویدیځ، په ځانګړې توګه امریکا، ترمنځ سیالي ورځ تر بلې زیاتیږي او واشنګټن هم تل د چين د پوځي پراختيا په تړاو اندېښنه ښودلې.

