ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ مبارزه ستايلې

اسلامي امارت په يوې خبرپاڼه کې د فلسطين په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ مبارزه ستايلې او د ياد اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې د مشر محمد الضيف په ګډون د څو نورو مشرانو له کورنيو سره يې خواخوږي شريکه کړې ده.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت ويلي، چې د حماس جهادي غورځنګ مشرانو خپل راتلونکي نسل ته د صهيونېست رژيم په وړاندې د عزت، زړورتيا، مقاومت او د نه ماتېدونکې ژمنتيا يو مثال پرېښود.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د فلسطين قضيه د همدې رهبرۍ په کچه د مبارزې ټولو شهيدانو په قربانيو يو ځل بيا په نړيواله کچه پر يوې پېژندل شوې قضيې بدله شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز زياته کړې، چې د حماس اسلامي غورځنګ د خپلو قربانیو په برکت په سیاسي او پوځي ډګرونو کې له پخوا څخه لا ډير قوي او غښتلی شوی دی.

اړوند خبرونه