د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر ابو احمد الجولاني سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د عمرې مراسم پر ځای کړي دي.
ویل کیږي چې د مکې مرستیال والي په پاچا عبدالعزیر هوایي ډګر کې د نوموړي هرکلی کړی دی.
الجولاني ویلي چې سعودي عربستان ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک وو.
یاده دې شي چې نوموړی نږدې یوه اونۍ وړاندې د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر وټاکل شو.

