ډېر لوستل شوي

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د مالدارۍ برخه پراخوي

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسوولینو ویلي چې اوسمهال هډې فارم کې ۳۰۵ څاروي روزل کیږي.
مسوولینو ویلي چې تمه ده روانه میاشت لس زره او پینځه سوه لېټره شېدې تولید او بازار ته وړاندې شي.
د ياد شرکت مسوولين زیاتوي، د څارویو عصري روزنه، مناسب خواړه او پالنه د لبنیاتو تولید د لوړېدو سبب کیږي.
د کرنې او مالدارۍ متخصصین وايي، چې د مالدارۍ پراختیا به د سیمه‌ییز اقتصاد وده چټکه کړي.

اړوند خبرونه