د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د ننګرهار په سيمهييز تخصصي روغتون کې د ۲۵ زره ډالرو په لګښت د “فيسټولا” ناروغانو عمليات خونه پرانېستل شوه.
مسوولين وايي، چې ياده څانګه د “کیور” روغتون او “بي ټيم” نړيوالې مؤسسې په مالي همکارۍ د سيمهييز روغتون په نسايي ولادي برخه کې پرانېستل شوه.