د لغمان د کډوالو چارو ریاست مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۱۱ راستنوشویو کډوالو ته سرپناه کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یونیسیار موسسې په مالي ملاتړ ۲۱۱ راستنو شویو کډوالو ته سرپناوې جوړې شوي دي.
ویل کیږي چې پر هر جوړ شوي کور ۴ زره او درې سوه امریکایي ډالره لګښت راغلی دی.
یاده دې شي چې تر دې دمخه هم له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته ګڼ کورونه وېشل شوي وو.