د نورستان د دواب ولسوالۍ له یوه کانه ترلاسه شوې ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې د ۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پلورل شوي.
د نورستان د کانونو ریاست مسوولینو ویلي چې دغه بولۍ په رڼه توګه د کانونو ریاست، مستوفيت، امنیې قومندانۍ او استخباراتو استازو په شتون کې ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، چې له یادو پیسو ۳ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
د ځايي مسوولینو په وینا، دا ډول رڼې بولۍ د کانونو مدیریت، اقتصادي ودې او د ملي عوایدو زیاتېدو لپاره مثبت ګام بلل کېږي.