د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کاناډا او مکسيکو نوې لګولې شوې تعرفې يوه مياشت ځنډولې دي.
ټرمپ دغه پرېکړه د کاناډا د لومړي وزير جسټن ټروډو او د مکسيکو له ولسمشرې کلوډيا شينباوم سره له ټليفوني خبرو وروسته کړې ده.
د امريکا ولسمشر ټرمپ له شینباوم سره خبرې دوستانه بللې او زیاته کړې يې ده، چې که څه هم تعرفې وځنډول شوې؛ خو دواړه هېوادونه به “هوکړې” ته د رسېدو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په چين، مکسيکو او د کاناډا په توکو ۲۵ سلنه تعرفي لګولې دي.

