د کورنیو چارو د اداري مرستیال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون غونډه ترسره شوې ده
په ياده غونډه کې د هېواد امنیتي وضعیت مثبت او د ډاډ وړ بلل شوی دی.
همداراز، د امنیتي موضوعاتو سربېره د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون اړوند د ولايتي کميسيونونو د نوبتي غونډو راپورونه هم وړاندې شوي، چې هراړخیز بحث پرې شوی.
یاده دې شي چې د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون وخت ناوخت د هېواد د اوضاع او امنیتي حالت په تړاو خپلې منظمې غونډې ترسره کوي.