روېټرز راپور ورکړی، چې د امريکا د ګمرکي تعرفو لګولو په غبرګون کې چين د امريکا پر ډبرو سکرو او مايع طبيعي ګاز ۱۵ سلنه او دغه راز پر خامو تېلو، کرنيزو ماشينونو او لويو موټرو ۱۰ سلنه تعرفې لګولې دي.
په دې راپور کې دا هم ويل شوي، چې د چين دغه تازه اقدام ښايي د دوو اقتصادونو ترمنځ کړکېچ لا پراخ او ډېر کړي. ويلکېږي، چې د امريکا او چين دغه سيالۍ به نه يوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکي زيانمنې کړي؛ بلکې نړيوال بازار ته به هم ناوړه اغېزې ورسوي.