د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړي فرمان له مخې د صنعتي ښارګوټي لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
د یاد ولایت مرستیال والي ویلي، چې ټاکل شوي پلاوي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي د حکم پر بنسټ دا ځمکه ددې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د صنعتي ښارګوټي جوړونې په پار ځانګړې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د پانګونې او کورنیو تولیداتو د زیاتونې په پار ځمکې بېلې شوي دي.