د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د کمېسيون مرستيال مهارجر فراهي په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته شوې.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دوو راډيوګانو (لونګ او نوای زن) د شکايتونو د څېړنې سربېره د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنې له لوري د رسنيو د کاروکوونکو ستونزې له کمېسيون سره شريکې شوې دي.
په دې ناسته کې دغه راز د د رسنيزو خپرونو په لړ کې د ملي او اسلامي هويت د تثبيت او ټينګښت په موخه د الفاظو، اصطلاحاتو او القابو د اصولي کارونې او تثبيت لپاره کمېټه هم ټاکل شوې ده.
د مسوولينو په وينا، د رسنيزو سرغړونو کمېسيون هڅه کوي، چې د رسنیو فعالیتونه قانوني چوکاټ ته راولي او د يادې برخې کارکوونکو ته د ستونزو د حل زمینه برابره کړي.