د پاکستان د لومړي وزير دفتر وايي، سعودي عربستان تر يو کاله له پاکستانه د تېلو د پېسو اخېستل ځنډولي دي.
پاکستان تېره ورځ (دوشنبه، سلواغې ۱۵مه) د سعودي عربستان له پراختيايي صندوق سره يو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې دې هېواد ته د ۱،۲ ميليارد ډالرو په ارزښت د تېلو د پېسو اخېستل ځنډوي.
د پاکستان د لومړي وزير دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې شهباز شریف د عربستان له دې اقدامه هرکلی کړی او تمه يې ښودلې، چې له دې سره به د پاکستان اقتصاد له ثبات سره مرسته وکړي. دا په داسې مهال ده، چې پاکستان په تېرو کلونو کې هم د خپلو اړتياوو د پوره کولو په پار له نړيوالو مالي ادارو، سوداګريزو همکارانو او په ځانګړي توګه له خپلو ملګرو هېوادونو څخه مالي مرستې د پور په بڼه ترلاسه کړې دي.