د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند کچور سیمه کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د بېرې مصنوعي ځنګل زرغونیږي.
دغه ځنګل د کچور سیمې پر ۳۰ هکټاره ځمکه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ جوړیږي.
ددې ځنګل د جوړونې موخه د شاتو کاروبار پراخونه او د سیمې ښېرازتیا ده. د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم په قرغیو ولسوالۍ کې هم ورته ځنګلونه جوړ شوي دي.