د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد بېګاه شپه پر اېکس پر یوه سپېس راښکاره شو او د حکومتولۍ پر چارو، د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو، وروستیو پرېکړو او اوضاع او همدارنګه د رسنیو وروستۍ اوازې او پروپاګند په تړاو یې مفصلې خبرې کړي دي.
رښتیا هم په تېره یوه دوو اونیو کې د ډونالډ ټرمپ په بیا واکمنۍ نه یوازې د افغانیو ارزښت یو څه وننګېده؛ د نړۍ ټولې کرنسۍ یې وځپلې او یا یې پرې مستقیمه او نامستقیم اغېز وکړ. همدارنګه معرضو رسنیو د هېوادوالو ذهنونه مغشوش کړي وو چې ګوندې آن په ارګ کې برید شوی، ملاصاحب برادر پکې ټپی دی، یا خدای مه کړه، امریکایان او نور کفار بېرته راګرځېدونکي دي.
ښاغلي مجاهد په پوره ډاډ سره څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نشته؛ خو دا چې د اسلامي امارت تحریک د اختلافاتو او هېواد کې د اړودوړ پر وړاندې پیل شو؛ نو د انسانانو فطرت دی چې هر سړی به خپل اند و پدیدو ته په خپل انګېرنه او له خپلو عینکو ګوري او دا د یو بل پر ژوبلولو او یو بل پسې د راپاڅېدو مانا نه لري.
مولوي مجاهد په دې اېکسبحث کې زیاته کړې چې اسلامي امارت بوړبوکۍ راوړی نظام نه دی، بلکې د اسلامي امارت غړي د پاخه ایمان و عقیدې غړي دي، چې هېڅ ډول له خپلو اهدافو نه شي پر شا کېدای.
ذبیح الله مجاهد د کورنیو سرچینو او عواید په مټ د رغنیزو پروژو بشپړونې او ټرانزیټي لارو د رغونې په ترڅ کې ویلي چې اسلامي امارت د تېرکال له عادي بودیجې لویې ۵۵۵ رغنیزې پروژې بشپړې کړي دي.
د ښاغلي مجاهد له قوله چې په تېرو دریو کلونو کې د ټولو شاخوا یو میلیون مامورانو معاشونه له خپلو سرچینو بشپړې کړي دي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ((تېرې ادارې د بهرنيو پراخو مرستو باوجود د ۹ لکه مامورينو معاش ورکاوۀ؛ مونږ لله الحمد يو ميليون او څلوېښت زره مأمورينو ته د خپلې سوچه افغانۍ بوديجې پۀ خپل وخت معاشات ورکوو.)) میلیونونه نشهیان رغېدلي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته روغتونونه رامنځته شوي او آن کسب و کار او حرفه ور زده شوې، تر څو سبا د خپلې کورنۍ د ګټې وټې عاملین وګرځي. همداشان د هېواد شاوخوا یو میلیون معیوبینو، کونډو او یتیمانو ته میلییاردونه افغانۍ ورکول کیږي، زرګونه سوالګر راټول او میاشتنۍ پیسې د بانکي اکاونټونو له لارې ورکول کیږي.
نوموړي همدارنګه ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او نورو پروژو ته ګوته ونیوله. ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې ټاپي د هېواد تر ټولو لویه پروژه ده چې د هېواد شمالي دښتې زرغونولی شي.
مجاهد د شمال د تېلو اېستنې ته په اشارې ویلي چې د سرپل له قشقرې تېل استخراجیږي. مجاهد ویلي چې هلته ښکاره کوي چې دومره تېل استخراج شوي چې هلته نور نه ځاییږي.
د اسلامي امارت ویاند اسلامي ملي اردو ته په اشارې وویل چې اوسنی نظام یوه پیاوړې، پر معنوي او مادي تکیو سمباله اردو لري، چې د هېواد امنیت هر وخت بهترولی او خنډونه دفع کولی شي. ښاغلي مجاهد تېر لوبېدلي او ازمېښت شوي خلک استفراق شوې څېري بللي، له ای اېس ای سره یې ناستې پاستې وغندلې او په وینا یې دې خلکو نه پرون او نه هم نن د اسلامي او افغاني ارزښتونو ته پام کاوه.