د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سهشنبه، سلواغې ۱۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (يوناما) له مرستيال ايندريکا راتوات سره کتلي دي.
اقتصادي معاونيت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې ښاغلي برادر د يوناما له مرستيال څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې روڼتيا رامنځته کړي او هېوادوالو ته دې د ژوند په مهمو برخو کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
د یوناما مرستیال ويلي، دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د کوچنيو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. اندريکا راتوات ډاډ څرګند کړی، چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشې، کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو په برخه کې هم خپلې هڅې وکړي.