د افغانستان اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنۍ وروسته یوازې په کابل پوهنتون کې د دوکتورا ۷ او د ماسټرۍ ۱۱ برنامې ایجاد شوي دي.
په دوکتورا برنامو کې د فقې او قانون، علوم حدیث، کمپیوټر ساینس، وترنري، عربي ژبې او ادبیاتو، بڼوالۍ او افغانستان پېژندنې برخې شاملې دي.
په ماسټرۍ برنامو کې د جزايي قانون او جرمونو پوهه، اسلامي کلتور، دعوت، اسلامي عقیده او فلسفه، د نباتاتو ساتنه، کرنه، عمومي ارواپوهنه، افغانستان پېژندنې، ښوونیز پلان او پالیسي، صنعتي کیمیا او هایدرولوژي برخې شاملې دي.
یاده دې شي چې په دې برخو کې اوس هم لسګونه تنه پر زده کړو بوخت دي.