د بهرنيو چارو وزارت وياند مولوي عبدالقهار بلخي وايي، له امريکا څخه را پاته شوي پوځي تجهيزات د افغانستان شتمني ده.
ښاغلي بلخي زياته کړې، چې اسلامي امارت د اړيکو نوی پړاو پيل کړی او په افغانستان کې يې جګړې ته د پای ټکی اېښی دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې له “سيبياېس” نړيوال ټلوېزيون سره په مرکه کې کړې دي. د مولوي عبدالقهار بلخي دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې ډنالډ ټرمپ په بيا واک ته رسېدو سره له اسلامي امارت غوښتي، چې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.