ډېر لوستل شوي

هند نوي مالي کال کې یو میلیارد روپۍ افغانستان ته بېلې کړي

هند د نوي مالي کال بودیجه اعلان کړې چې پکې یې افغانستان ته هم یو میلیارد روپۍ بېلې کړې دي.
ویل کیږي چې هند د نوي مالي کال لپاره بهرنۍ مرستې کمې کړي؛ خو له افغانستان سره یې خپلې مرستې نه دي کمې کړي. هند د چابهار بندر لپاره هم یو میلیارد روپۍ ځانګړې کړې دي.
تېره شنبه هند د ۲۰۲۵ او ۲۶ مالي کال بودجه وړاندې کړه، چې د بهرنیو مرستو لپاره پکې څه باندې ۵۴۸ میلیارده هندۍ روپۍ ځانګړې شوې.

یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د کابل او نوي ډهلي اړیکې پراخې شوي.

اړوند خبرونه