ډېر لوستل شوي

په فارياب کې څه باندې ۸ زره اړمنو وګړو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

افغاني سره مياشت ټولنه وايي، په تېره يو مياشت کې يې روغتياپالانو د فارياب په بېلابېلو سيمو کې څه باندې ۸ زره اړمنو وګړو ته روغتايي خدمتونه وړاندې شوې دي.

يادې ټولنې په خبرپاڼه کې ويلي، په دې ترڅ کې ۴ زره ۱۲۲ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتيا وړ درمل ورکړي، ۲۴۱ ټپيانو ته پانسمان، ۱ زر ۱۸۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلابېلو نارغيو د مخنيوي په برخه کې واکسينونه طبيق شوي دي.

دغه راز په دې موده کې، ۱ زر ۷۱ کسانو ته د روغتيا ساتنې په تړاو اړينې مشورې، ۳۳۶ مېرمنو ته د زيږون په برخه کې خدمتونه، ۱ زر ۶۹ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوارکي توکي او ۳۳۱ مېرمنو ته د اميندوارۍ په برخه کې لازې مشورې هم ورکړل شوې دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې د بشري مرستو یو له مهمو بنسټونو څخه ده، په دې لړ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه