ډېر لوستل شوي

له غزې د فلسطينيانو هر ډول اجباري بې‌ځايه کول د منلو وړ نه دی

په غزه کې د فلسطينيانو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته د فرانسې او مصر ولسمشرانو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د فلسطينيانو هر ډول اجباري بې‌ځايه کول دوی ته د منلو وړ نه دی.

د فرانسې او مصر ولسمشرانو له يوې ټليفونې مکالمې وروسته د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

مکرون او السیسي ویلي، هڅه به وکړي چې د دوو دولتونو د حل لپاره له یوې سمې لارې کار واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسراييلو رژيم او د حماس جهادي غورځنګ ترمنځ له اوربند وروسته لسګونه زره فلسطینیان بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي او لا هم ور روان دي.

اړوند خبرونه