له مصر، فرانسې او اردن وروسته د ترکيې او ماليزيا هېوادونو هم د غزې په وړاندې د ټرمپ وروستيو څرګندونو په تړاو تند غبرګونونه ښودلي دي.
د ترکيې د پارلمان رييس نومان کورتولموش د امريکا د منځني ختيځ پاليسۍ په ځانګړي توګه د غزې په تړاو د ټرمپ پر وروستي پلان سختې نيوکې کړې او ويلي دي، چې په ويتنام، افغانستان او عراق کې مات شوي کسان حق نه لري، چې فلسطينيان بلې فاجعې ته داخل کړي.
دغه راز د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدل، قومي تصفیه، له نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو له ګڼو پرېکړهلیکونو سرغړونه ده. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د مصر، اردن او فرانسې هېوادونو هم د فلسطينيانو د جبري بېځايه کېدو په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي.