د امریکا د خزانې وزارت تازه ویلي چې پر یوه نړیوال شرکت یې چې د تهران نفت او نور توکي یې صادرول، بندویزنه لګولي دي.
واشنګټن تور لګولی، چې دا بندیزونه یې د تهران د خواشینونکو او سیمه کې د ګواښونو د رامنځته کولو پر وړاندې لګولي دي.
په نویو بندیزونو کې د چین، هند او متحده عربي اماراتو څو کښتۍ، کسان او شرکتونه لیدل کیږي چې واشنګټن پرې بندیزونه اعلان کړي دي.
یاده دې شي چې ډونالډ ټرمپ د د دویمې دورې د ولسمشرۍ په پیل کې پر تهران نوي بندیزونه اعلان کړل او ویې ویل چې د ایران نفت باید هېڅ هېواد ونه پېري.
له بلې خوا فایننشل ټایمز موندنې ښیي چې د تهران د نفتو صادرات په تېرو ۶ کلونو کې بېساري لوړ شوي وو او ویل کیږي چې ددې هېواد د نفتو ستر پېرېدونکی هېواد چین دی.