ډېر لوستل شوي

ټرمپ يو ځل بيا د ايران په اټومي وسلو نه جوړولو ټينګار کړی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د ايران په اټومي وسلو نه جوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د يوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بايد ژر تر ژره اقدام وشي.

ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه) په خپل ټروت سوشيل شبکه کې ليکلي، چې امريکا غواړي له تهران سره د منلو وړ هوکړه وکړي، چې ايران ته به په سوله‌ييزه توګه د پرمختګ او سوکالي د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.

د امريکا د ولسمشر په وينا، که ياده هوکړه بشپړه او د دواړو له لوري لاسليک شي، نو په منځني ختيځ کې به پراخ جشنونه ونيول شي. د ويلو ده، چې لويديځ هېوادونه په ځانګړې توګه امريکا ادعا لري چې ايران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو تهران په اټومي برخه کې خپل پروګرام سوله‌ييز اهداف بولي.

اړوند خبرونه