ډېر لوستل شوي

د افغان ټرانس په پروژې خبرې شوې

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعيسی ثاني په کابل کې د چين له سفير ژاو شينګ سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوريو په يو شمېر مهمو موضموعاتو خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې، د واخان دهليز (ورېښمو لارې) په اړه چې افغانستان له چين سره نښلوي، هم خبرې شوې دي.
دغه راز په دې ناسته کې ښاغلي ثاني د افغان ټرانس پروژې په تړاو ويلي، چې اسلامي امارت د رهبرۍ په کچه له چين هېواد سره مذاکرات شوي او د ټولګټو چارو وزارت د یادې پروژې پيلولو ته بشپړ چمتووالی لري.
ياده دې شي، چې په ترسره شوې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او چین ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټينګار وکړ.

اړوند خبرونه