په مزار شريف کې د تهران سرکونسل عليرضا احمد ويلي، چې د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي له افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي ټينګار کړی” د ايران د اسلامي جمهوريت د مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ، د افغانستان له ملت سره د اعظمي تعامل تګلاره تعقيبوي.”
د نوموړي په وينا، د ايران مشر باور لري چې د سيمې ستونزې بايد د سيمې د هېوادونو له لوري حل شي. د ايران د مذهبي مشر له افغانستان سره د اعظمي تعامل خبره په داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ډيپلوماټيکې او اقتصادي اړيکي ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دي.