ډېر لوستل شوي

د امریکا د پروپاګند دوې غږیزې وسیلې

شاخوا درې ساعته وړاندې اېلن ماسک پر خپل اېکس د امریکا غږ او ازادۍ راډیوګانو په تړاو ویلي چې یادې راډیوګانې د اوس لپاره بې ارزښته دي، اورېدونکي نه لري او باید وتړل شي.
نوموړي لیکلي چې ددې راډیوګانو کلنی لګښت یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسیږي او دا پیسې بابېزه ضایع کیږي. د اېلن ماسک دا څرګندونې د ځینو لخوا بدرګه شوي او ځینو امریکایانو د اټلانټيکو اړیکو په پار د دې راډیوګانو فعالېدل اړین بللي دي. ماسک ددې راډیوګانو چلوونکي کیڼ اړخي لېوني بللي او په اصطلاح یې چې له دې راډیوګانو موخې ترلاسه شوي او اوس یې فعالیت بې ګټې دی.

د ازادۍ او امریکا غږ مخینه او موخې

امریکا غږ او ازادۍ راډیوګانې په (۱۹۴۲ او ۱۹۵۰) زېږدیز کلونو کې رامنځته شوې چې شاوخوا ۸۰ کلنه تجربه لري. امریکا غږ په ۴۵ او ازادي راډیو په ۲۷ ژبو ۲۴ ساعته خپرونې لري.
امریکا دا دوې راډیوګانې د دویمې نړیوالې جګړې او تر هغې وروسته د سړې جګړې پر مهال د خپلو ګټو په موخه رامنځته کړې، چې موخه یې پر خپلو مخالفینو او سیالانو رسنیز بری، د پروپاګند خپراوی او د نازیانو او د پخواني شوروي د تبلیغاتو قابو کول و.
ددې راډیوګانو د رامنځته کېدو ظاهره موخه د ډموکراټيکو ارزښتونو ترویج، د دقیقو او بې پرې اطلاعاتو او مالوماتو پر وخت رسول او نور وو؛ خو د پردې تر شا ددې وسیلو کار امریکایي تبلیغات وو. دې راډیوګانو میلیونونه مینوال او اورېدونکي وموندل او په هغو سیمو کې یې هرکلی وشو چې د رسنیو سانسور پکې عادي چاره او یا هم برېښنایي وسیلې ورته نه وې رسېدلې.
د ازادي راډیو د فعالیت ډېره برخه د شوروي اتحاد پر وړاندې تبلیغات او ختیځه اروپا کې د کمونيستي نظریاتو دفع کول وو. دوی به هڅه کوله چې امپریالېزم توجیه کړي او د کمونيستي نظریو مخنیوی وکړي.
ددې رسنیو تاریخي شالید چې راوسپړئ، خامخا یې ریښه د امریکا متحده ایالاتو په شخصي ګټو کې پټه ده. دواړو راډیوګانو د سړې جګړې پر مهال بېباکه تبلیغات وکړل او په هغو هېوادونو کې یې فعالیتونو ته لا زور ورکړ، چې واګې به یې د امریکا له مخالفینو سره وې.
ویل کیږي چې اوسمهال دا دوې غږیزې رسنۍ د نړیوالو خبرونو د ادارې یا (بي.بي.جي) برخې دي چې بېلابېل سیاسي، فرهنګي، ښوونیز او نور پروګرامونه وړاندې کوي او د دوی په قول ډموکراسۍ، ازادۍ او د بشر حقونو ته کار کوي.
پر افغانستان د امریکا او ناټو د اشغال پر مهال بهرنیانو د ډموکراسۍ او سکولریسټي زهري مفکورو د ترویج لپاره میلیاردونه ډالر وشېندل. ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانو یې هره روا او ناروا توجیه کوله او هر وحشت ته به یې دلایل تراشل.
د اشغال په تېرو شلو کلونو کې ازادۍ او امریکا غږ د ډموکراسۍ د تمثیل وسیلې وې. د افغاني او دیني ارزښتونو پر وړاندې یې زهر پاشل او د امریکا او د هغه وخت د رژیم ګټې یې تمثیلولې. دوی خپل پروګرامونه په شدومد مخکې وړل او په اېف‌اېم او منځنیو څپو یې ۲۴ ساعته خپرونې کولې.
دا چې د امریکا اوسنی حکومت له پانګوالو او سوداګرو سره دی؛ نو ځکه له هر ډالر سره محاسبوي او عیني چلند کوي. ډونالډ ټرمپ د دویمې واکمنۍ په لومړۍ ورځ سلګونه تړونونه او بهرنۍ مرستې لغوه کړې او لا هم له کډوالو سره لاس او ګرېوان دی.

اړوند خبرونه