د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب په خپل کاري دفتر کې نن(یکشنبه، سلواغې ۲۱مه) له آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسوولینوسره د ۱۴۴۶سپوږمیز لېږدیز کال په پار سعودي عربستان ته د (۳۰) زرو حاجیانو د لېږد او رالېږد تړون لاسلیک کړی.
په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو، د آریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر هوایي شرکت تخنیکي او مسلکي مسوولینو برخه اخېستې وه.
په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي چې تېرو کلونو ته په کتو د حج پروسه په عادي ډول پر مخ روانه ده او سږ کال دغه پروسه د هېواد د ځانبسیانې په موخه کورنیو هوایي شرکتونو ته ورکړل شوې ده.
ورته وخت کې د اریانا او کام هوایي شرکتونو مسوولینو ویلي چې حاجیانو ته به ټولې اسانتیاوې برابروي او د حاجیانو لېږد ـ رالېږد ته به پاملرنه کوي.