د لبنان ولسمشر جوزف عون له شاوخوا دوه کلن لنډمهالي حکومت وروسته نوی حکومت اعلان کړی دی.
د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې د سرپرست حکومت استعفا یې منلې او د نواف سلام په مشري یې د ۲۴ وزیرانو نوې کابینه ټاکلې ده.
ویل کیږي چې په لبنان کې په تېرو دوو کلونو کې دا بشپړ حکومت دی چې اعلانیږي.
د لبنان نوي لومړي وزیر نواف سلام ویلي، چې حکومت به یې اقتصادي اصلاحات راولي، د بیارغونې اسانتیاوې به رامنځته او هېواد ته به پانګوالو راماتوي.