ډېر لوستل شوي

مالیې وزیر د کونړ له بانکي او نورو چارو کتنه کړې

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې د دغه وزارت د ځینو مسوولینو په ملتیا کونړ ته تللی دی.
ملا محمد ناصر اخوند د دغه سفر په لړ کې د کونړ له مستوفیت، د ملي بانک او نوي کابل بانک د ولایتي څانګو، عوایدو راټولولو، لګښتونو او بانکي چارو ارزونه کړې ده.
ښاغلي ناصر همدارنګه د چارو د لا ښه والي په موخه مسوولینو ته اړینې سپارښتني کړي.
د مالیې سرپرست وزیر او مل پلاوي د ولایتي مسوولینو پرمختګونه ستایلي، د هغوی ستونزي یې اورېدلي او شته ستونزو ته د رسېدو په موخه یې ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي چې د کونړ مستوفیت په روان مالي کال کې د ناړاینو لګښتونو مخنیوی کړی دی او ټاکل شوي عوایدي هدف یې له پلان سره سم، په ښه ډول ترلاسه کړی دی.

اړوند خبرونه