د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د صهونیست رژيم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د هغو څرګندونو غندنه کړې، چې ویلې یې و فلسطينيان دې د سعودي په قلمرو کې فلسطين جوړ کړي.
د ياد وزارت مرستيال وياند حافظ ضياءاحمد “تکل” د يوې خبرپاڼې په خپرولو سر ويلي، چې دا چاره ناشونې، له منل شويو حقيقتونو سره په ټکر کې ده او دغه راز يې د سعودي د حاکميت نقض بللی دی.
د بهرنيو چارو وزارت د نتنياهو دغه ډول څرګندونې د نړۍ د منل شويو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطينيانو له مشروع حق څخه ښکاره سرغړونه ياده کړې.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ټینګار کړی، چې فلسطين د فلسطينيانو خاوره ده او تر هغې چې اشغال دوام کوي او د فلسطيني ولس حقوق تر پښو لاندې کېږي، غزه او سيمه به نا ارامه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د غزې په وړاندې د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی و.