ډېر لوستل شوي

ځیني هېوادونه دې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ بې باوري نه رامنځته کوي

د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل اېکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا کې د پاکستان د استازي هغه څرګندونې بې بنسټه بللې دي، چې ګواګې د افغانستان له خوا نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښ شته.
اعلاميه کې ويل شوي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانستان کې داعش خوارج او نورو ډلو مرکزونه ختم شوي او دا مهال هيچاته له افغانستان څخه ګواښ نشته. وړاندې راغلي: «که افغانستان کې کومه امنيتي پېښه شوې، نو عاملين يې د ډيورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې را اوښتې دي.»
د بهرنیو چارو وزارت وړاندې لیکلي چې ځينې هېوادونه د خپل کورني سياست د سمون په ځای غواړي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.

اړوند خبرونه