ډېر لوستل شوي

د کندهار د مرمر ډبرو را اېستلو تړون له ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سيمې د مرمر ډبرو کان را اېتسلو تړون د ترکيې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګريز شرکت سره د ۶،۲ ميليونه ډالرو په ارزښت لاسليک شو.

دغه تړون د کانونو او پټروليم وزارت او د ياد شرکت له مرستيال موسی امي اوغلو ترمنځ نن لاسليک شو.

د دې شرکت مرستيال ويلي، چې د استخراج او پروسس وروسته به موږ د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړو، چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د ويلو ده، چې دغه تړون له ياد شرکت سره د ۶،۲ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۳ کيلو مټره مربع په مساحت د ۳۰ کلونو په پاره شوی دی.

اړوند خبرونه