د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن ماخوستن(سه شنبه، سلواغې ۲۴مه) په خپل رسمي اېکس د کندز د نننۍ پېښې په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د خواخوږۍ پیغام شریک کړی دی.
په دې پیغام کې وړاندې ویل شوي: «په کندز ولايت کې کابل بانک ته څېرمه د اسلام او بشریت دښمنانو په نننۍ چاودنه کې له بده مرغه زموږ يو شمير هيوادوال شهيدان او ژوبل شوي.»
دې پیغام کې شهیدانو ته د جنت دعا، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او قرباني کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودل شوې ده.
یاده دې شي چې نن سهار کندز ښار کې کابل بانک ته نږدې يو ځانمرګی بريد شوی، چې ۵ تنه ملکیان او مجاهدین پکې شهیدان او ۷ نور پکې ټپیان شوي.