د چين له چونګ چينګ ښار څخه د سوداګريزو توکو ډک يو اورګاډي تېره ورځ (دوشنبه، سلوغې ۲۲مه) د افغانستان په لور را خوځېدلی دی.
د چين شينهوا رسنۍ وايي، چې دغه اورګاډی له مخابراتي او يو شمېر نورو سوداګريزو وسايلو ډک دی.
د يادې رسنۍ د خبر له مخې، په راتلونکو ۱۳ـ ۱۵ ورځو کې به افغانستان ته را ورسېږي.
په تېرو څو کلونو کې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډو دا څویمه محموله ده، چې افغانستان رارسېږي.